• Home
  • Consul General
  • Konsularabteilung
  • About Afghanistan
  • Cultural
  • Bulletin
  • Multimedia
  • Sitemap
  • Email sign in

پاسپورت....

 

 

پاسپورت:

د نوی پاسپورت د ترلاسه کولو لپاره اړین مالومات:

 (*)د نوي پاسپورت د ترلاسه کولو او د پخواني پاسپورت د مودې د زیاتوالی لپاره خپله د غوښتونکي شتون د پروسی د بشپړولو لپاره اړین دی.

 (*)د پیژندنې اسناد( د افغانی اسنادو وړاندی کول لکه تذکره، پخواني پاسپورت، د ازدواج سند چی د بهرنیو چارو وزارت له خوا تاید شوی وي او د آلمان هیواد د اقامت ویزه.

 (*)د نوی پاسپورت د تر لاسه کولو لپاره فورم د جنرال قونسلګری د ویب پاڼې څه ترلاسه، په تور رنګه قلم په روښانه ډول په پښتو یا دری او انګلیسی یا آلمانی ډک کړئ. فورم باید د پاسپورت د غوښتونکي له خوا لاسلیک شې د یادونی وړ ده چې فورم په ویب پاڼه کې د فورمونو په بخش کې موجود دی.

 (*)دوه قطعی رنګه، بغیر له چوکاټه او سپین Background انځورونه اړین دي( انځور باید د شپږ میاشتو څخه پخوانۍ نه وی).

 (*)د پاسپورت غوښتونکی باید د فورم د بشپړ او صیح ډکولو نه ځان مطمین وروسته لاسلیک کړي، ددي لپاره چې لاسلیک د پاسپورت په مخ چاپیږې باید د څلور چوکاټه خانی نه د باندې یا د خط سره تماس پیدا نکړې.

د ونۍ( قد) اندازه په سانتی متر سره په فورم کې ولیکل شي.

 (*)کوچنیان د مور او پلار په پاسپورت کې نه درج کیږي، د هغوی لپاره جلا پاسپورت صادریږې او د پاسپورت د ترلاسه کولو لپاره د کوچنی شتون په قونسلګرۍ کې اړین دی.

 (*)هغه شمیر افغانان چی د آلمان هیواد ته داخل او د پناه غوښتنه یی قبوله شوی ولې افغاني پاسپورت نه لری، د نوی پاسپورت د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان د تابعیت د تذکرې، د آلمان هیواد د اقامت ویزه او اړونده سیمی د پولیسو لیک اړین دی.

 (*)هغه شمیر افغانی وګړي چې غواړي کورنۍ نوم یی په پاسپورت کې بدل کړي د هغوی لپاره د نکاح خط شتون اړین دی که چیری نکاح خط په افغانستان کې ترتیب شوی وې باید د بهرنیو چارو د وزارت له خوا تائید شوی وې.

 (*)د پاسپورت د ورکیدلو په صورت کې، غوښتونکی یوه میاشت وروسته د اړونده سیمی د پولیسو د خبرتیا نه، د پولیسو د لیک د ورک شوی پاسپورت کاپی سره یو ځای دی نمایندګې ته مراجعه وکړې. د یادولو وړ ده چې د افغانستان د اسلامی جمهوریت د پاسپورت د قانون په اساس د یوه پاسپورت بیه د جریمې په ډول ددې جنرال قونسلګری بانکي حساب ته اضافه کړې.

 (*)د نوی پاسپورت بیه د پینځه کالو په اعتبار سره ۱۲۰ یورو ده.

یادونه: د پورته نکاتو نه رعایت کول، د پاسپورت د چاپ د تاخیر یا د نه چاپ سبب ګرځې چې په دې صورت کې د پاسپورت د چاپ اداره مسووله نه ده.

که کله هم د پاسپورت د غوښتونکي ناسم معلومات د پاسپورت د چاپ سبب شی، مسوولیت یی خپله د پاسپورت د غوښتوکي په غاړه دی. د یادولو ده چی نوی پاسپورت چاپ د دوو نه تر څلورو اوونیو وخت ته اړتیا لری.

 

 

 

 

فورمه درخواست پاسپورت

 

 

 


Like us on Facebook
 


Kontakt

Liebfrauenweg 1A 53125 Bonn-Germany
Tel: 0049-228 251 927
Fax: 0049-228 255 310
Email: info@afghanconsulate-boon.com
Öffnungzeiten: Mo-Do 9:00 Uhr 16:00 Uhr
Konsularabteilung:Mo-Do 9:00 Uhr 12:00 Uhr Freitag ist keine Sprechstunde
Das Generalkonsulat ist an islamischen und deutschen Feiertagen geschlossen
:اوقات کار
از دوشنبه الی پنجشنبه از ساعت ۹ صبح الی ۴ بعد از ظهر
و پذیرش مراجعین از ساعت ۹ صبح الی ۱۲ ظهر
 

 

 

 
 
 
Afghan Mission EU:
 
Afghan Embassy Berlin
Afghan Consulate General Munich
Afghan Embassy The Hague(NL)
Afghan Embassy Geneva
Afghan Embassy Brussels
Afghan Embassy Paris
Afghan Embassy Vienna
Afghan Embassy Rome
Afghan Embassy Oslo
Afghan Embassy Warsaw
Other Information:
 
Afghanistan Foreign Policy
Media Center
Bakhtar News
Ariana Afghan Airline
German Embassy Kabul
Bonn City